د سوسیالیستی اتحاد مبارزینو بیانیه
پشتواعلامیه و بیانیه ها
په نړۍ کې د لویدیځ امپریالیستی واکمنۍ د نسکوریدلو په حال کې ده. داسې یوه واکمنۍ چې له ځانه سره یې ډیری جګړې، کړاوونه او نابرابرۍ راوړي دي. پانګوالي امپریالیزم نړۍ په شمال او سویل، بډایه او بېوزله، "متمدن" او "نا تمدن" وویشله. د ختیځ بلاک له ړنګیدو وروسته، د امریکا "نوي نړیوال نظم" په نړۍ باندې په عملي توګه د ځنګل قانون حاکم کړ. د سیاسي او نظامي لاسوهنې او د ډموکراسۍ، بشري حقونو او آزاد بازار تر سرلیک لاندې د لودیځ د ګټو او ورڅخه د اطاعت پر بنسټ د رژیمونو بدلون یوه عادي او عامه خبره وګرځیده. هغه ډموکراسي او بشري حقوق غوښتنه چې په حقیقت کې د فاشیستي بهیرونو د پیاوړتیا او واکمنۍ او له هغوی سره د جوړجاړی لامل شوه.
آپارتاید او مذهبي فاشیزم د افغانستان په نوم په جغرافیه کې اوس د ملیونونو مظلومو خلکو برخلیک په خپلو خونړیو منګلو کې نیولی او دغه ناوړه پدیده د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ په بڼه راڅرګنده شوې ده. ډېره موده کېږي چې د هېواد سياسي ډګر د لاسوهنو او نیابتي جګړو له امله مذهبي او قومي ارتجاع ته سپارل شوې او له کلونو راهیسې دا خاوره د ارتجاع ځاله ګرځیدلې ده؛ چیرې چې واکمن ځواکونه او مخالفین دواړه خپل مشروعیت له دین او مذهبي او قومي ارزښتونو څخه ترلاسه کوي، طالباني امارت زمونږ د کړیدلو وګړو لپاره یو ناورین او د بشریت لپاره سیاسی پشا تګ او د وجدان عذاب ګڼل کیږي. دا ناورین په یوه تاریخي بهیر کې د (کورنیو او سیمه ایزو) ارتجاعي ځواکونو د کړنو، د امپریالیستي قدرتونو د یرغل او له کورنۍ ارتجاع سره د جوړجاړۍ په پایله کې رامنځته شوی دی. دا غیر انساني او وژونکي وضعیت باید بدل شي. چیرته دي هغه مبارزین چې د کارګرانو او بېوزلو د آزادۍ، برابرۍ او حقونو لپاره یې خپل ټټرونه وهل؟ ايا اوس د دې وخت نه دی راغلی چې په يووالي، پیوستون او انقلابي مبارزې سره د کيڼ اړخ ګوښه توب او د سوسياليستي آزادۍ غوښتونکو هیلو مړاویتوب ته په داسې حال کې د پای ټکی کېږدو چې بیوزلي، بې عدالتي او ظلم تر وروستۍ کچې رسیدلی دی؟ آیا اوس د دې وخت نه دی رارسیدلی چې له تیر مهال څخه زده کړه وکړو او له روښانه سوسیالیستي او انقلابي غوښتنو سره په مسؤلانه توګه د انقلابي مبارزې ډګر ته راووځو؟ دريځ ته د کیڼ اړخو او کمونیستانو راستنیدل به د ټولنې او په ځانګړې توګه د ځوان او مخکښ کهول لپاره د یو ځلانده سبا هیلې راژوندۍ کړي.
سیاسي دريځ ته د کیڼ اړخو ځواکمن راتګ له دوو بنسټیزو شرطونو سره تړاو لري: د راډیکالو موخو او غوښتنو درلودل او د دغو موخو د پلي کولو لپاره متشکل کیدل.
له څه مودې راهیسې یو شمیر سوسیالیستي مبارزینو د «گفتمان چپ» په رامنځته کولو سره چې وروسته بیا په «سوسیالیستي گفتمان» بدل شو٬ سوسیالیستي بحثونه او خبرې اترې پیل کړې. «چپ گفتمان» له پیله په دې اصل ټینګار کوه چې ملګري باید خپل نظرونه په روښانه او مستدل ډول سره بیان کړي او هڅه وکړي چې یو رغوونکی او انقلابي بحث رامنځته کړي. په پای کې٬ له اوږدو بحثونو وروسته د «سوسیالیستي مبارزینو اتحاد» تر سرلیک لاندې د یوه نوي کمونیستي اتحاد بنسټ کیښودل شو.
هغه ملګري چې د دې اتحاد په رامنځته کولو کې يې اصلي رول لوبولى، له څو لسيزو راهيسې په پرله پسې ډول په دې لار کې مبارزې کړې دي. اوس د مبارزینو اتحاد٬ د سوسیالیست مبارزینو د لا پراخ اتحاد لپاره په لنډیز سره خپل دریځونه په لاندې ټکو کې څرګندوي:
(۱) سیاسي بدلونونه او د طالبانو واکمني
که څه هم هر تاریخي بدلون خپل منطق لري، خو اړینه نه ده چی دا منطق هر مهال او په هر ځای کې د اقتصادي منطق او ټولنیزو اړتیاوو سره سمون وخوري. څه چې د دې ناهمغږي او ځانګړتيا لامل کیږي هغه د يوې ټولنې د کورني او بهرني سياسي- ايډيولوژيکو لاملونو کړنې او یو تربله تړلتیا، د دولت دريځ او رول، د ټولنيزو طبقو او د ټاکونکو او ټاکل شويو ټولنيزو لاملونو تر منځ لنډمهاله جلاوالی دی. کله چې سیاسي فاکتور د یوه ټاکلي لامل په توګه د اقتصادي اړتیاوو تر اغیز لاندې نه وي او د هغه د بدلون اړتیا تر ډیره کچه د اقتصاد او د یوې ټولنې د بنسټیزو اړتیاوو پرته له نورو لاملونو څخه خړوبیږي، هیواد له داسې لوړو ژورو او تاریخي بدلونونو سره مخ کیږي. دا ډول حالت په ځانګړې ډول هغو وروسته پاتو پانګوالو ټولنو پورې اړه لري چې په کې د اصلي ټولنیزو طبقو تنوع او برخه لږ ٬ ګډ ټولنیز-اقتصادي جوړښت او ځانګړي جیو پولیټیک برلاسی لري، چیرې چې پیښې او تاریخي بدلونونه، پرمختګونه او پرشاتګونه ځان ته غیرعادي کړنلاره غوره کوي; هغه حقیقت چې د افغانستان خلک یې په تیرو څو لسیزو کې په ځانګړې توګه د اسلامي امارت په رامنځته کیدو سره شاهدان دي.
په تېره يوه نيمه پېړۍ کې په افغانستان کې شپږ بېلابېل سياسي رژيمونه په تاوتريخوالي سره بدل شوي دي. هغه بدلونونه چې په پایله کې دښمنو رژیمونو د یو بل ځای نیولی. هغه بدلونونه چې په کې ستر نړیوال او سیمه ایز ځواکونه په دغو پیښو کې ښکیل شول او ټولنې د میلیونونو مړو، معیوبینو او بې ځایه شویو سره دروند انساني لگښت پرې کړ . د کيڼ او ښي اړخو، ملتپالو او مذهبي بېلابېلو سياسي بهیرونو په ګډون په دې مودې کې وازمايل شول او له ماتې سره مخامخ شول. هغه ماتې چې د طالبانو منحط او تور امارت ته یې لاره هواره کړه. یو پیچلی جیوپولیټیک بهیر له کورني پر له پسې سیاسي بې ثباتۍ سره د کړاو څخه ډکې ارتجاعي پایلې لامل شو.
جغرافيايي موقعيت، اقتصادي او ټولنيز جوړښت، د سياسي طبقو او رژيمونو دريځ او رول او له نړيوالو او سيمه ايزو ځواکونو سره د هغوى اړيکه، هغه رښتینی چوکاټ دى چې د هیواد د تېرو څو لسيزو بدلونونه او کړکېچونه په کې رامنځته شوي دي. افغانستان د نولسمې پیړۍ په دوهمه نیمایي کې د انګریز امپراتورۍ او د روسیې تزاریسم تر منځ د یو حایل هیواد په توګه د اوسنۍ جغرافیې سره سم جوړ شو. د ډیرو ښکته او پورته کیدو سره سره، دا حالت د 1970 لسیزې تر نیمایي پورې دوام وموند. دا حایلی حالت چې د دوهمې نړیوالې جګړې تر پایه پورې دوام درلود، په هیواد کې د اړینو اقتصادي او سیاسي پرمختګونو په وړاندې یو له اصلي خنډونو څخه و.
د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو وروسته په ځانګړې توګه په ۵۰ او ۶۰ لسیزو کې د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو دوره د نړیوالو او سیمه ایزو بدلونونو تر اغیز لاندې یو نوي پړاو ته ننوته او د دولتي سکتور له فعال او مهم رول سره د پانګوالۍ اړیکې په ارباب-رعیتي اړیکو باندې برلاسي شوې. د هیواد سیاسي رژیم د ختیځ او لویدیځ بلاکونو ترمنځ همداسې خپل بې پرېتوب ته دوام ورکړ، کوم چې په ۷۰ لسیزه کې د چنګاښ او غوایي له کودتاګانو سره د ختیځ بلاک د نفوذ لومه کې ونښت. له هغه وخت راهیسې د افغانستان سیاسي بدلونونه د سترو نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو د شخړو او جیوپولیټیک سیالیو سره غوټه شوي او افغانستان د سترو بهرنیو ځواکونو د سیالۍ او نیابتي جګړې ډګر ګرځېدلی دی.
ملتپاله موډرنیزم او دیني دودپالنه دوه فکري او سیاسي بهیرونه وو چې د شلمې پېړۍ له پیل څخه تر اوسه پورې د افغانستان په سیاست کې له یو بل سره د شخړې په حال کې د دوه اصلی قطبونو په توګه مطرح دي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوازې د دوه و دورو یادونه کېدای شي په کومو کې چې دغو دوه اصلي بهیرونو په کې د لنډ وخت لپاره ګډ واک درلود: د شاهي رژیم دوره او بله د وروستیو دوو لسیزو اسلامي جمهوریت. د ګډون دغه دورې چې په پای کې د دې دوو بهیرونو څخه د یوه په برلاسیتوب او ګټې پای ته رسیدلي دي.
په افغانستان کې موډرنیزم او دودپالنه له تاریخي پلوه د نړۍ د سترو او دښمنو قدرتونو سره په جوړجاړۍ کې وو : ملتپاله موډرنیزم له ختیځ بلاک سره او دیني دودپالنه له لویدیځ بلاک سره. دغه ډول جوړجاړی د ختیځ بلاک تر نسکوریدو پورې دوام وکړ او د سړې جګړې څخه وروسته په نړۍ کې د یوازینی موجود زبر ځواک په توګه د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ لویدیځ د اسلامي جمهوریت تر نوم لاندې د دواړو جریانونو ایتلاف جوړ کړ٬ چې د دوه لسیزو ناکامه حکومت وروسته یې په هیواد کې د طالبانو د بیا واک ته د رسیدلو زمینه چمتو کړه. په دې توګه، وضعیت یو ځل بیا د مذهبي دودپالنې په ګټه بدل شو.
له ختیځ سره د موډرنستانو او له لويديځ سره د دودپالو ملګرتيا کوم تصادف نه، بلکې تر يوې ټاکلې کچې پورې د دغو دوو بلاکونو د ځانګړي اقتصادي او سياسي منطق او بیلگې تابع ده. د بازار د ماډل برعکس٬ د دولت د پلان له مخې د ودې ماډل، د لویدیځ په وړاندې د ختیځ د سوسیالیستي کمپ د اقتصادي ودې د میتود استازیتوب کاوه؛ داسې یو ماډل چې د شوروي اتحاد د بریالۍ تجربې سره توانیدلی وو چې په عمل کې د مخ پر ودې هیوادونو لپاره د اقتصادي ودې په موخې یو نوی لیدلوری پرانیزي. ناسیونالیستی موډرنيزم، چې کيڼ اړخه تریند هم په کې شامل وو، د چټکې اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یې د سیاسي واک ترلاسه کول اړین ګڼل. د ازاد بازار اقتصادي ودې ماډل چې د سویلي هیوادونو د اقتصادي پرمختګ په برخې کې بې اغیزېتوب څرګند شوی و، د لویدیځ د ښکیلاکگرۍ تاریخ په پام کې نیولو سره یوازې د مذهبي دودپالو د ګټو او غوښتنو سره یې اړخ لګولو.
په افغانستان کې د ۱۹۷۰ لسیزې د چنګاښ او غوایي کودتاگانو څخه د رامنځته شوو رژیمونو اقتصادي ماډل د شوروي اتحاد له اقتصادي ماډل (پلان شوی او دولتي اقتصاد) څخه پیروي کوله، داسې یو ماډل چې په چټکې اقتصادي پراختیا او ودې باندې تمرکز درلود. دغو رژيمونو په تېره بيا د «خلقي» رژيم چې د غوایي له کودتا څخه راڅرګند شو، د ګڼو لاملونو پر بنسټ په ځانګړي ډول د ټیکاو ټینګولو کې پاتې راتلل او د وېرې او ترور د فضا د رامنځته کولو سره هېواد یې د جګړې او سياسي کړکیچ سره مخامخ کړ. هغه کړکیچ چې پایلې یې د شرقي او غربي بلاکونو تر منځ نیابتي جګړه رامنځته کړه او د اسلامي دودپالو لپاره یې یو زرین فرصت چمتو کړ چې یو ځل بیا په سیاسي ډګر کې د یو منظم او موخه ایز ځواک په توګه راڅرګند شي. د هیواد سیاسي وضعیت د نړیوالو او سیمه ایزو سیالیو په ډګر باندې بدلیدلو سره، د سیاسي بدلونونو منطق د هیواد له اقتصادي اړتیاوو سره خپل تړاو له لاسه ورکړ او یوه خپلواکه لاره یې غوره کړه. دغه اړیکه ان د «جمهوریت» په دوو لسیزو کې هم د حکومت د ناکامۍ او د جګړې د دوام له امله بیا ټینګه نه شوه.
د تېر استبدادي نظام له ړنګېدو او د سیاسي مبارزې ډګر ته د خلکو رادانګلو سره، د ترینګلي حالت د کابو کولو لپاره د دوه ډوله سیاسي نظامونو شونتیا زیاته شوله: د ولس د هوډ پر بنسټ یو ولسواک نظام او یا یو بشپړ توتالیتر "قیصرپاله" استبدادي سیسټم چې وکولای شي د آزادۍ او برابرۍ غوښتې په اوسپنيز څټک باندې وځپي. په بله وینا، د پرمختګ او شاتک دواړو لپاره زمینه برابره شوه، خو د هغه مهال کورني او نړیوال وضعیت ته په پاملرنې سره٫ استبدادي او ارتجاعي الترناتیو ته لا ډیره زمینه برابره شوه. د طالبانو راڅرګندېدل او په لومړي پړاو کې د اسلامي فاشیستي امارت ټینګیدل په عمل کې د دوهم الترناتیو منځته راتلل وو.
د "جمهوریت" دوره، چې د سپټمبر د یوولسمې د پېښې او د امریکا او د هغې د متحدینو د مخامخ لاسوهنې په پایله کې رامنځته شوه، ډېر ژر دننه او بهر څخه له ننګونو سره مخ شوه. د امریکا متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو دغه پنځه شوې پروژه له ډیرو تضادونو او تناقضونو ډکه وه. یو ګوډاګی رژیم چې د خپلواکۍ دعوه یې درلوده او داسې یوه ډیموکراسۍ چې پر توکمیزو او مذهبي امتیازاتو باندې بنسټ ایښودل شوی وو . داسې یوه ملتپالنه چې له تبعیض او توکمیزې نابرابرۍ څخه ډیره کړیدله او یوه داسې "وړتیاپالنه" چې تر غوږونو پورې په اداري فساد کې ډوبه وه. له دې ټولو نیمګړتیاوو سره سره٬ د نسبي فرصتونو په رامنځته کیدلو سره٬ د پوهنې، مطبوعاتو او د ښار جوړونې په برخو کې داسې پرمختګونه وشول چې د هېواد په تاریخ کې بې ساري وه. د «جمهوریت» بهرنۍ ننګونه په امریکا او لویدیځ پورې د هغه بشپړ تړلتیا وه چې له یوې خوا ژوند او پاتیوالی یې په بشپړ ډول د امریکايي امپریالیزم په ګټو او ارادې پورې تړلې وه، او له همدې امله د امپریالیستي ځواکونو له وتلو سره سم٬ ګوډاګی رژيم له خپلو ټولو پوځي تجهیزاتو سره په لنډه موده کې نسکور شو. له بلې خوا، په سیمه کې سیال لویدیځ ځواکونه د داسې یوه رژیم د شتون لپاره لږ لېواله وو.
د "جمهوریت" ړنګیدل د تراژیدۍ او کمیډۍ یو پاراډوکس وه، یوه داسې پیښه چې د هیواد وګړي، ځوانان او په ځانګړې توګه ښځې یې له بشپړې تراژیدۍ او ناورین سره مخامخ کړې. خو د منځنۍ پیړیو اندونو څښتنې پر "موټرسایکلو سپرې" دودیزې جنګي ډلې په وړاندې د نړۍ د ځواکمن پوځي اتحاد (ناټو) ماتې له خندا ډکه یوه ننداره وړاندې کړله. دا دوهم ځل وو چې په افغانستان کې د اسلامپالو له خوا د مدرنیستانو جمهوریت نسکور شو. دا دواړه پرمختګونه په یو وخت کې د نړۍ د قدرتونو په نظم او جوړښت کې د ستر بدلون سره په یوې ډیالکټیکې اړیکې کې رامخته شول. د وطن ګوند "جمهوریت" د ختیځ بلاک له پرځیدو او د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته لمنځه لاړ، او د لویدیځ پسې تړلی د"اسلامي جمهوریت" د بخت ستوری په نړۍ کې د واک له بدلون او د څو قطبي نړۍ په جوړیدو سره راولوید. د امریکایي "نوي نظم" د درېو لسیزو په ترڅ کې د نړۍ د اقتصادي او سیاسي ځواک انډول په ګډوډیدلو سره، د امریکا او د هغې د متحدینو جیو پولیټیک لومړیتوبونه هم بدل شول (په دې بدلونونو کې د افغانستان د جګړې ونډه او رول باید له پامه ونه غورځول شي). په دې دوره کې امپریالیستي لومړیتوبونو دا اړینه ګڼله چې پر نورو استراتیژیکو سیمو باندې تمرکز وکړي او له طالبانو سره د امریکا جوړجاړی په دې برخه کې مانا لري.
د «جمهوریت» دردونکې تجربې یو ځل بیا وښوده چې یوې خوا ته د ډموکراسۍ او بشري حقونو او بلې خوا ته د هژمونیزم او امپریالیستي سیاسي او اقتصادي ګټو تر منځ په غوراوي کې د امپریالیستي پانګوالۍ لومړیتوب کوم یو دی. د امپریالیستي پانګوالۍ اقتصادي منطق٬ د ماهیت له پلوه د هغه له سیاسي منطق سره ورتوالی لري. لکه څنګه چې په پانګوالي تولید کې تولید تر هغه وخته پورې امکان لري چې ګټور اوسي، که نه نو د تولید اربه په ټپه دریږي، د بورژوازي ډموکراسي او بشري حقونه د دوی د جیو پولیټیک سیاست تابع دي. د امپریالیستي پانګوالۍ ماهیت د هغه له سیاسي هیژمونیزم او اقتصادي ګټې اخیستنې سره متقابل اړیکه لري.
له امپریالیزم سره د جوړجاړي او ورپورې د تړلي رژیم د ړنګیدو په پایله کې د طالبانو ډیر ارتجاعي رژیم یو ځل بیا واک ته ورسید. د دغه رژیم د شتون اړتیا او پاتیوالی یې تر هر څه لومړی د سیمه ایزو او نړیوالو سیاسي پرمختګونو او جوړجاړيو پورې تړلی دی. د طالبانو منحط امارت د یوې مذهبي، توکمیزې او د ښځو ضد فاشیستي واکمنۍ په جوړولو سره د خپلې بقا لپاره له دوو نورو لاملونو څخه هم ګټه پورته کوي: په نړیوال جیو پولیټیک نظم کې د انتقال پړاو٬ او د یوه وړ او اغیزمن سیاسي اپوزیسیون نشتوالی. د نړیوال نظم د انتقال په پړاو کې، نورو کړکیچنو سیمو ته لکه یوروشیا (اوکراین)، ختیځې اسیا (تایوان، کوریا) او منځني ختیځ ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. په هیواد کې دننه رښتیني اپوزیسیون لا هم ډګر ته راوتلی نه دی. پروني فاسد او واکمن ګوندونه او څېرې چې له امپریالیستي ملاتړ پرته په ځان کې د طالبانو پر وړاندې د ودرېدو هیڅ ډول ځواک نه ویني، مرتجع او توکمپاله ګوندونه دي چې تل یې د طالبانو لپاره د لارې هوارولو رول لوبولی او د سیاسي مصرف نېټه یې هم اوښتې ده.
تاریخي واقعیت دا څرګندوي چې ظلم او بې عدالتي له خپل مخالف قطب، مبارزې او عدالت غوښتنې سره مل وي. د طالبانو اسلامي امارت د باروتو پر غوندۍ او د قهر سمندر باندې ولاړ دی. طالباني امارت یو ډیر ارتجاعي او نامتعارف بورژوا رژیم دی. دا رژيم په هيڅ ډول د افغانستان د نننۍ ټولنې له اقتصادي، سياسي، ټولنيز او فرهنګي جوړښت او اړتياوو سره سمون نه خوري. د خپلې بقا لپاره، دا رژیم له دوو څخه زیات انتخابونه نلري: یا باید بدلون ومومي او له طالبانیزم څخه تیر شي او نسبتا په یو متعارف بورژوا رژیم بدل شي٬ یا باید د آزادۍ او برابرۍ غوښتونکي غورځنګ سره مخامخ شي. په دواړو حالتونو کې د دغه ډول مذهبي او توکمیز استبدادي او جنسیتي اپارتاید رژیم د نسکورولو لپاره مبارزه یوه اړینه غوښتنه او نه هیریدونکې دنده ده.
(۲) کیڼ اړخ او د هغه تېروتنې
د لمریز کال د څلویښتمې او پنځوسمې لسیزو کیڼ اړخي مبارزین٬ یو سرښندونکی او مبارز کهول وو. دې کهول د ازادۍ او برابرۍ لپاره د خپل ژوند په ځارولو سره په عمل کې خپله ژمنتیا او باور په ډاګه کړ. د دوی سرښندنې، مبارزه او انقلابي ژمنتیا به د دې ربړیدلي ټاټوبي په تور تاریخ کې د تل لپاره یاد وي. داسې زړورتیا او ژمنتیا چې تر هر څه مخکې د ژوند د سختو شرایطو او د ټولنې د بیوزلو خلکو غوښتنو په هکله د هغوی د پوهاوي او ویښتیا سره یې تړاو درلود. د هغه وخت کیڼ اړخي د مختلفو سیاسی او فکری پروګرامونو سره سره بیا هم د خپلې لارې او برنامو په رښتینوالي باندې باور درلود او ورته ژمن وو. داسې ژمنتیا او باور چې په عمل کې د هغوی په تشکیلاتي یووالي او همغږۍ کې لیدل کیده.
خو زیاتره د دې پړاو د کیڼ اړخو ژمنتیا او باور د مدرنیستي پرمختګپالو غوښتنو له اډانې څخه بهر نه وته. همدارنګه د کمونیسم او د کمونیستي کار طریقې په اړه د دې نسل محدود او نسبتا سطحي پوهه چې د دوی د اسنادو او د مبارزو پراتیک ته په کتو سره د شک وړ نه ده، د دوی اصلي نیمګړتیا او انحراف د واک ترلاسه کولو او د هغه څخه په گټه اخیستلو کې څرګند شو. له هرې لارې څخه واک ترلاسه کول او هغه د شخصي او ډله ایزو ګټو لپاره کارول٬ کیڼ اړخي واکمن ګوند (د خلکو دموکراتیک ګوند) یې په بشپړ ډول په یو مستبد ځواک بدل کړ.د کیڼ اړخ اپوزیسیون سازمانونو د ستونزمن موقعیت ته په کتو سره٬ د هغوی د سطحي وګړپالنې په خاطر د نورو پسې تګ او د امپریالیزم او مذهبي - توکمیزې ارتجاع سره ملتیا کول لویه تېروتنه وه. د سوسیالیستي آزادۍ غوښتونکې او طبقاتي مبارزې پریښودلو او د ارتجاعي ملتپالنې په منلو سره، کیڼ اپوزیسیون د خپل شتون فلسفه تر پوښتنې لاندې راوړله. په ټولیز ډول، د افغانستان کیڼ اړخ٬ نه یو سوسیالیست او د پانګوالۍ ضد بهیر وو، بلکې د فیوډالیزم او امپریالیزم ضد غورځنګ وو.
د ثور کودتا د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو رښتینی ناورین و. په عمل کې د کودتاچیانو سیاسي ماته او د واک د ساتلو لپاره د هغوی بې ځایو هڅو٬ په ټولنه کې د کیڼ اړخو سیاسي نفوذ او اعتبار ته زیان واړوه. کیڼ اړخی بهیر چې یو وخت د ازادۍ، عدالت او پرمختګ بیرغ پورته کوونکی وو، د خلکو ډموکراټیک ګوند د واک ته رسیدو سره د تاوتریخوالي، ظلم او استبداد په سمبول واوښت. په هغه پړاو کې چې په نړۍ کې د ښي اړخپالنې څپې خپرېدې، د کودتا له لارې راغلي رژیم د خلکو په ځپلو او د لسګونو زرو کدرونو او چپیانو په وژلو سره یې په حقیقت کې په افغانستان کې د ښي اړخپالنې څپې ته خدمت وکړ. له هغه مهال راهیسې افغانستان د ملي او نړیوالې ارتجاع د فعالیتونو په ډګر اوښتی دی. په دې بهیر کې کرغیړنو کورنیو مرتجعینو د سرطان په شان یې وده وکړه او په عمل او نظر کې په ځان باوري شول. انساني پراتیک، د هر ټولنیز بدلون د تر ټولو مهم لامل په توګه، دا ځل په سیاسي بڼه د بدلونونو د ماشین په ډول ټولنیز او تاریخي ډګر ته راننوت. انساني پراتیک منفي او ارتجاعي لاره ونیوله چې اوس د فاسد طالباني امارت منځته راتللو سره غواړي ټولنه په خپل ټول ځواک سره شا ته یوسي.
(۳) طبقې او طبقاتي مبارزه
افغانستان په ټولیز ډول یو وروسته پاتې پیراموني پانګوالی هیواد دی. د دې ډول ټولنو له اصلي ځانګړتیاوو څخه یو د واکمنو پانګوالو اړیکو څخه په تابعیت کې د پانګوالۍ د مخکې د تولیدي اړیکو د پاتې شونو شتوالی دی. داسې ځانګړي پانګوالي اړیکي چې د پانګې د نړیوال خوځښت او د تولیدي اړیکو د برلاسۍ په پایله کې رامنځته شوي دي. د پانګې په محوریت باندې د مرکبو تولیدي اړیکو شتوالی، د ټولنیزو طبقو د پیچلتیا او ګڼوالي لامل شوی دی. د انضمامیت دې سطحې کې پاتې کیدل او ورته کتل چې د کیڼ اړخ زیاتره ډلې یې مني، د دې پروسې د کاپیټالیستي ماهیت او بشپړتیا باندې پوهیدل یې له ستونزو سره مخ کړي دي٬ او د ټولنیز-اقتصادي جوړښت د دوه نیمایې مختلف او یو د بل بشپړونکو برخو په توګه د «نیمه مستعمرې او نیمه فیوډالي» مقولې او نظرې منلو ته یې لار پرانیستې ده. داسې مقوله او تعریف چې پانګوالۍ په ښه او بد، ملي او غیر ملي ویشي، او امپریالیزم هم د یرغلگرۍ او لوټمارۍ سیاست تر کچې راټیټوي.
د پانګې د دیالکتیک پوهاوي له مخې، پانګوالي په تحلیلي توګه په دوو برخو ویشل کیدای شی: یو٬ (نګه) پانګوالۍ او دوه٬ (تاریخی) پانګوالۍ. لومړۍ پانګوالۍ هغې ته وایي چې په کې پانګه ګټه زیږوي او دوهمه پانګوالۍ هغې پانګوالې ټولنې ته وایي چې په کې پانګه په پراخه کچه کارول کیږي. لومړۍ پانګوالۍ په یوې انتزاعي او تیوریکي کچې کې د کارونې ارزښت د انتزاعي مجموعې سره پیژندل کیږي ، پداسې حال کې چې دوهمه پانګوالۍ په انضمامي کچه کې د نګه او نیمګړو ارزښتونو د کارونې مجموعې سره پیژندل کیږي. د ایډیالې او رښتینې پانګوالۍ تر منځ تل توپیر او واټن وي. که څه هم د یوې ټولنې د پانګوالۍ نومولو د منلو د اختلاف کچه یوه ذهني مسئله ده، خو د پانګوالۍ اندازه کول د ارزښت په قانون او د اضافي نفوس د نسبي قانون باندې ټاکل کیدای شي. د ارزښت قانون هغه وخت معتبر دی او عموميت مومي چې اقتصادي ژوند د بازار اصولو ته وسپارل شي او پانګه د عمومي انډول لوري ته په خپلې خوښې سره د سرچینو د تخصیصولو لیوالتیا ولري.
د نسبي اضافي نفوس قانون دا په ګوته کوي چې د پانګوالۍ راغونډول یو داسې څرخ دي چې د صعود او رکود (ودې او کړکیچ) پړاوونو څخه جوړ دی. داسې چې د کړکیچ په پړاو کې، د وزګارو او اضافي نفوس په شمیر کې زیاتوالی راځي، او د ودې په پړاو کې برعکس راپیښیږي. پانګوالۍ په ټولیزه توګه د نسبي اضافي نفوس تولید کوونکې ده، او د پانګوالۍ اضافي نفوس، د مالتوس د تیورۍ برعکس، د پانګې د ارګانیک ترکیب څخه سرچینه اخلي. نو په دې لنډې تشریح سره٬ د هېواد په اقتصادي ژوند کې د ارزښت د قانون له رول څخه انکار کېدای نشي. په ښارونو او کلیو کې د توکو او خدماتو بازار او د بازار په میکانیزم باندې د قیمتونو ټاکل واکمني لري. نسبي اضافي نفوس چې د پام وړ کمیت لري، نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولو پیراموني پانګوالیو ځانګړتیا ده.
د هیواد وروسته پاتې پیراموني پانګوالۍ د پانګې د صادراتو، ځانګړی جغرافیایي موقعیت، سیاسي رژیمونو، جګړو او کړکیچونو په پایله کې منځته راغلې ده. زمونږ په هیواد کې لکه د ډیرو مخ پر ودې هیوادونو په څیر د پانګوالو اړیکو اصلي پیلونکي او وده ورکوونکي مدرنیست دولتونه او حکومتونه دي. داسې بهیر چې په افغانستان کې یې ډیرې لوړې او ژورې درلودې. د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو د سیالۍ له امله رامنځته شوو سیاسي کړکیچونو په افغانستان کې د پانګې د راغونډولو بهیر ېې ستونزمن کړی دی. هر ځل د اقتصادي ودې او پرمختګ له پړاو وروسته د پشاتگ او انحطاط بل پړاو منځ ته راغلې دی.
که څه هم په کار ګمارل شوي کارګران د کمیت له پلوه لږ دي، خو د " کار زیرمه ځواک" یا وزګاره کارګران چې د ژوند کولو لپاره پرته د دوه لاسونو څخه بله وسیله نه لري، د کمیت له پلوه د پام وړ ځواک جوړوي٬ هغه کمیت چې په پیل کې د پانګوالۍ اړیکو د پراختیا او په ځانګړې توګه د ۱۹۵۰ لسیزې وروسته د دودیزو تولیدي اړیکو له ړنګیدو سره منځ ته راغی او د تیرو څلورو لسیزو جګړو او سیاسي کړکیچونو په ترڅ کې په یو پراخ ځواک بدل شو. که څه هم د کار ځواک وزګاره برخه د شاغل کاري ځواک ترڅنګ او موازي د پانګوالۍ د تولید د طریقې یوه اړتیا ده، خو په افغانستان کې د دغو دوو برخو تر منځ د کمیتي تناسب نشتوالی د جنګ او سیاست د اجزاوو په پام کې نیولو څخه پرته یوازې د پانګوالۍ اقتصادي فعالیت سره د تشریح وړ نه دی. یا په بله وینا، د وزګاره کارګرانو لوی کمیت مخکې له دې چې د کاپیټالیستي اقتصادي میکانیزم زیږنده وي٬ د پانګوالو دولتونو د جیو پولیټیکې سیالۍ او سیاست په پایله کې رامنځته شوي دي.
په افغانستان کې د په کار بوختو کارګرانو برخه د هغوی د وزګارې برخې په پرتله خورا لږ شمیر دی او دا برخه زیاتره په دولتي سکتور، سوداګریزو، خدماتو، ترانسپورتي او تولیدي تاسیساتو او خصوصی سکتور کې د لږ معاش او نامناسب شرایطو سره زبیښاک لاندې دي او ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. د افغانستان د کارګرانو د طبقي د کاري ځواک یوه برخه له "کډوالو" او موسمي کارګرانو څخه جوړه ده، چې زیاتره په ایران، پاکستان، سعودي عربستان او خلیجي هیوادونو کې په کار بوخته ده او تل تګ راتګ کوي. په دې هیوادونو کې د ډیرو کلونو کار او زیار او د ډیرو ناوړو کاري شرایطو او بیرحمانه زبیښاک زغملو سره سره، دا سکتور لا هم "بهرني" او پردي کارګران ګڼل کیږي. دا واقعیت یوازې د سیمې په هېوادونو پورې محدود نه دی، بلکې د نړیوالې پانګوالۍ د شته واقعیت یوه بېلګه ده.
د کارګرانو او پانګوالو سربیره٬ د افغانستان د ټولنې نورې لویې طبقي، منځنۍ طبقه او د ښار او کلي (بزگر) کوچنۍ بورژوازي دي. منځنۍ طبقه هم د تولیدي بنسټونو د لږوالي او هم د دولت د کمزورتیا له امله په ناوړه حالت کې ده، خو د کمیت له پلوه کوچنۍ بورژوازي طبقه د پام وړ شمیر لري. د کوچنۍ بورژوازي لویه او ټیټه برخه وزګارو کارګرانو ته نږدې ده، ځکه چې دوی په لویه کچه د بقا لپاره په خپل کاري ځواک باندې تکیه لري. د ځمکې د خاوندانو طبقې د سیاسي، اقتصادي او اقلیمي بدلونونو له امله تر ډیره یې خپل موقعیت د اصلي طبقې په توګه له لاسه ورکړی دی.
دواړه په کار بوختې او وزګاره کارګره طبقه، سره له دې چې د کمیت له پلوه په هیواد کې تر ټولو لویه ټولنیزه طبقه ده، خو دغه ستر کمیت لا تر اوسه د "خپل ځاني طبقې" څخه "د خپل ځان لپاره طبقې" ته پورته شوې نه دی. د افغانستان د کارګري طبقې وزګاره برخه چې په تر ډیره د ښاري او کلیوالي کوچنۍ بورژوازي د ړنګیدو په پایله کې راڅرګنده شوې، د کارګري طبقې د بالفعل ځواک پر ځای یو بالقوه ځواک دی. د ښځو لویه برخه هم کیدای شی چی د بالقوه کارګرانو په لیکه کې ځای پر ځای شي. د دې برخې یوه ځانګړتیا د دوی د پوهاوي نشتوالی او د کارګر طبقې سره د نه تړاو احساس دی. د کارګر طبقې په کار بوختې برخه٬ که څه هم ځانونه کارګران ګڼي، خو د دوی مذهبي او قومي پیژندګلوي د دوی پر کارګري هویت برلاسی دی. په تیرو څو لسیزو کې واکمن قومي او مذهبي بحث او پراتیک د کارګرانو طبقاتي هویت تر سیوري لاندې راوستی دی.
د کارګر طبقې د کارګري پیژندګلوۍ بیا ژوندي کول او وده یو اړین او ستونزمن بهیر دی. د کارګري طبقې په خپل ځان کې طبقې څخه د خپل ځان لپاره طبقې باندې بدلول د دې طبقې د سیاسي ګوند په جوړولو سره شونی دی، د ګوند جوړول او طبقاتي شعور یو له بل سره په دیالکتیکي اړیکه کې دي. د ټولنې د انقلابي بدلون لپاره د کارګر طبقې ګوند جوړېدل د مخکښو کارګرانو د مبارزې اصلي وسله ده. د کارګري طبقې له غورځنګ سره د سوسیالیزم یوځای کولو څخه د کارګري طبقې ګوند منځ ته راځي٬ داسی یوځای کیدل چې په عمل کې د کارګرې طبقې په ځانګړې توګه د هغې د مخکښې برخې سره د پوهو او مخکښو عناصرو له یووالي څخه لاس ته راځي. د ګوند جوړول د حاکمې طبقې حاکمیت او فکري برلاسۍ او د هغې د واکمنې ایډیالوژۍ ننګول دي. واکمنه ایډیالوژي د حاکمې طبقې ایډیالوژي ده او د کارګرانو د انقلابي ګوند جوړیدل په دې واکمنۍ کې د پام وړ درز بلل کیږي. داسې واکمنۍ چې د کارګري انقلاب بریالیتوب سره د پرځیدو او لمنځه تللو لاره غوره کوي. پوهاوی، طبقاتي مبارزه، تنظیمول او د ټولنې انقلابي بدلون هغه بنسټیز مسایل دي چې د کارګرې طبقې ګوند له جوړېدو سره منطقي او نه شلیدونکې اړیکه لري.
(۴) ښځه او ازادي
ښځې نه یوازې د ټولنې نیمایي برخه ده، بلکې د بندي شوي بدن نیمايي هغه برخه ده چې زیاتره یې وزګاره او بالقوه کارګران دي. د افغانستان ښځې د آزادۍ او برابرۍ لپاره ستر وړتیایي ځواک لري. نه یوازې د ښځو ازادي د ټولنې د ازادۍ یو له مهمو معیارونو څخه دی، بلکې له نارینه وو سره د هغوی برابري هم د ټولنیزې برابرۍ تر ټولو مهم معیار ګڼل کېږي. معاصر تاریخ د افغانستان په ګډون په هر ځای کې دا ښودلې چې له ښځو سره د چلند څرنګوالی، د یو نظام او سیاسي بهیر د ماهیت د پیژندلو بنسټیز معیار دی. دیني او اسلامي ځواکونه ارتجاعي بهیرونه دي او د هغوی ارتجاعیتوب تر ټولو لومړی له ښځو سره د هغوی له چلند څخه په ډاګه کیږي.
د طالبانیزم له مهمو ننګونو څخه یوه هم په ټولنه کې د ښځو د مقام او حقونو سره د چلند څرنګوالی دی. د طالبانو په مذهبي بربریت کې ښځې له خپلو ټولو بشري حقونو څخه بې برخې شوې دي. په معاصر تاریخ کې د طالبانو جنسیتي اپارتاید د جنسیتي تبعیض ترټولو ناوړه ډول ګڼل کیږي. طالبان په خپل ټول ځواک سره هلې ځلې کوي چې افغانستان پر شا وتمبوي٬ او دا ښځو او په مجموع کې ټولنې ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او مبارزې ته اړ ایستل کېږي. هغه مبارزه چې د اسلامي وحشي امارت د واکمنیدو له ورځې څخه پيل شوې ده او د مبارزې دغه ډګر په هېواد کې د ازادۍ د مبارزې له مهمو ډګرونو څخه دی.
د طالبانو د رژیم پر وړاندې د ښځو د ډوډۍ، کار او ازادۍ شعار د ښځو د پرمختګ غوښتونکی خوځښت او اعتراضي غورځنګ ماهیت په ډاګه کوي. هغه غوښتنې چې په بشپړ ډول سوسیالیستی او آزادۍ غوښتونکی محتوا لري٬ او هغه آزادۍ غوښتنه چې د رښتیني برابرۍ غوښتنې سره په یوې متقابلې ډیالکتیکي اړیکه کې ده. د افغانستان میرمنې کار غواړي: هغه بشري حق چې له دوی څخه اخیستل شوی دی. ښځې دا حق هم د کارګر په توګه غواړي، ځکه چې په پرمختللو او "اسلامي" هیوادونو کې د ښځو اکثریت وزګاره کارګرانې ګڼل کیږي، او هم د برابرو اتباعو په توګه د ټولنیز کار حق غواړي چې خپله رښتینې برابرۍ ترلاسه کړي. د ښځو کورنی کار او بې معاشه کار د خپل اهمیت او ستونزو سره سره٬ د آزادۍ او برابرۍ پر ځای د هغوی د کورني مریتوب لامل ګرځیدلی دی.
کارګرې ښځې کولای شي د اقتصاد او سیاست په ډګر کې د ازادۍ او برابرۍ استازیتوب وکړي. د قانون په وړاندې آزادي او برابري چې تر اوسه پوری د لیبرالو فیمینستانو اساسي غوښتنې دي، له بده مرغه توانیدلي نه دي چې په ټولنه کې د ښځو د حقیقي برابرۍ لامل شي. که څه هم طبقاتي مبارزه د ټولنیز بدلون تر ټولو مهم ډګر دی، خو هغه وخت دا یو رښتینی او پیاوړی ځواک کیدای شي کله چې دا له نورو ټولنیزو برابري غوښتونکو او آزادي غوښتونکو ډګرونو لکه د ښځو برابرۍ او آزادۍ سره مل شي. طبقاتي مبارزه یوازې په اقتصادي ډګر کې پرته له جنسیتي انضمامیت څخه نشي کولای ټولنیزي آزادۍ غوښتونکې او برابرۍ غوښتونکې غوښتنې په ځانګړې توګه د ښځو پوره کړي. په بله وینا، طبقاتي تقلیل توب پرته د ښځو د شته وو غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو څخه نشي کولای په ټولنه کې د آزادۍ او خلاصون لامل شي.
(۵) دین او مذهبي حکومت
دین په یوې مانا سره په ستونزه کې د ډوب شوي انسان روحي اړتیا ده، او د یو واکمن ایدئولوژیک بحث او کلتور د یوې برخې په توګه د فرد او ټولنې په وروسته پاتې والي کې مهم رول لوبوي. دین یوه تاریخي ښکارنده ده چې ماضی پورې اړه لري، هغه ماضي چې غواړي راتلونکی جوړ کړي او په هغې باندې واکمني وکړي. دين د انسان د خپل ځان او شاوخوا نړۍ څخه د ناپوهۍ او بیوسی پایله ده. بیوسي او د خپل ځان نه پیژنه٬ همغه د یو انسان پر بل انسان واکمني او طبقاتي ټولنه ده چې په خپله د دینونو په شان د بشر په تاریخ کې اوږدې جرړې لري. دین تل د واکمنو طبقو او ځواکونو د برلاسۍ او ځواک وسیله وه. که له یوې خوا دین «د ولس افیون» دی، له بلې خوا د واکمنانو په لاس کې د تیرې تورې په څېر دی. د دینی ساتنمنانو له خوا د خلکو سپکاوی او ګواښل د بشري ټولنې د پرمختګ، ازادۍ او برابرۍ پر وړاندې ستر خنډ دی.
د آزادۍ او پرمختګ په وړاندې د خنډ په توګه، دین هغه وخت یو جدي خطر رامنځته کوي کله چې دا د ایډیالوژیکي او کلتوري بنسټ څخه سیاسي قدرت ته لوړ شي. دیني دولت د ټولنې د ځپلو او غولولو لپاره یوه مهمه وسیله ده. د افغانستان خلکو، د ټولنې بېلابېلو طبقو او قشرونو په تېره بیا ښځو هم په تېرو وختونو کې مذهبي واکمنۍ تجربه کړي دي او هم اوس چې دیني فاشیزم د طالبانو د دینی او قومي حکومت په بڼه کې واکمن شوی دی، په سختۍ سره یې تجربه کوي. د طالبانو د فاشیستي واکمنۍ سره په هیواد کې د تمدن ټولې بڼې مخ په مړاوې کیدو دي.
د افغانستان خلک یو ځل بیا له یوې ویرونکې خپکۍ سره مخ شوي دي. لوږه، وزګارتیا، وېره، تبعیض او ناپوهي هغه خپکۍ دي چې د طالبانو دیني حکومت د افغانستان په کړیدلي ولس باندې تپلي دي. که څه هم د طالبانو مذهبي حکومت زموږ د ټولنې او زمانې له اړتیاوو او ذهنیت سره سمون نه خوري، خو د هغوی برلاسی په بشپړه توګه یوه تصادفي پېښه نه وه او طالبانیزم د اسلامیزم د یوې نسخې په توګه داسې یو جوړ شوی ترکیب دی چې د عیني او ذهني٬ ملي او بین المللي او تاریخي ټاکلو اجزاو سره په متقابل عمل کې راڅرګند شوی دی. کودتاګانو او د سیاسي او ټولنیزو کړکیچونو رامنځته کول په هیواد کې د سترو قدرتونو او ارتجاعي او دیني حکومتونو د لاسوهنې بنسټ کېښود. سیاسي، نظامي او ایډیالوژیکي لاسوهنو دیني ارتجاع ته یې دا فرصت ورکړ چې له ځمکې څخه راپورته شي او د سیاسي واک د ترلاسه کولو ټټر ووهي.
د دودیزې ټولنې ړنګېدل او د ګڼ شمیر بېکارانو او "صنعتي زیرمه شوي پوځ" رامنځته کېدل٬ د دولت او ګوندونو د جګړه ایزو فابریکو لپاره اړین ځواک برابر کړ. د اسلامپالنې ټولنیز بنسټ او هڅونکی ځواک، لکه د ټولو پوپولیست او فاشیست ځواکونو په څیر، په ډیره کې د ماتې خوړلې دودیزې کوچنۍ بورژوازي او ښاري لومپن پرولتاریا څخه سرچینه نیسي. هغه بېوزله وګړي چې اندونه یې لا هم له وروسته پاتې کلیوالي کلتور، په ځانګړې توګه له دین څخه خړوبیږي، هم د اسلامیزم ټولنیز بنسټ ګڼل کیږي.
اسلام او اسلامیزم دوه اړخیزه اړیکي لري چې د اسلامیزم ماته او د دیني حکومت نسکوریدل په ټولنه کې د دین د کمزوري او څنډې ته شړلو لپاره غټ ګام دی. د سوسیالیست مبارزینو اتحاد له دولت څخه د دین بشپړ بیلتون غواړي او د دې سیاسي غوښتنې ترلاسه کول د ازادۍ او د خلکو په ذهنونو او ژوند باندې د دیني توهماتو د برلاسي او تبعیض د لمنځه وړلو په لور لومړی ګام دی. له دینپالنې څخه د دولت جلا کیدل او د بېوزلو طبقو هر اړخیزه ازادۍ په ځانګړې توګه په مادي او اقتصادي ډګر کې کولای شي په ټولنه کې د دین منلو او نفوذ په وړاندې لوی او وروستی برید وګڼل شي. د دین او دیني افکارو د برلاسي لمنځه وړل له مادي محدودیتونو څخه د انسان خلاصون او رښتینې ازادۍ سره شونې ده.
(۶) ناسیونالیزم او قامپالنه
ناسیونالیسم یوه بورژوايي ایډیولوژي ده چې د مخکینیو ټولنو سره د دې طبقې د مبارزې په ترڅ کې د دیني، اتنیکي او اشرافي هویت او ایډیولوژیو سره رامنځته شوې دی. ناسیونالیسم یا قامپالنه د خپلو پخوانیو ټولنو له عیني او ذهني مشترکاتو څخه په ګټې اخیستنې سره د ملت د مفهوم په رامنځته کولو سره د تولید او ټولنیزې پانګې د خوځښت عیني شرایط چمتو کړل. په ډیرو برخو کې د ملتپالنې په اړه د کیڼ اړخ پوهه ناسمه وه. په پیل کې ملتپالنه د زړو او دودیزو طبقو او ارزښتونو پر وړاندې د مبارزې له کبله د ټولنې د کیڼ اړخو او مخکښو ځواکونو په لیکه کې ولاړه وه. د شلمې پیړۍ د امپریالیزم ضد ازادي غوښتونکي ناسیونالیسم هم مثبت او پرمختللی رول درلود. خو ملتپالنه په عمومي ډول د بورژوازي ځواکونو او د پانګوالې طبقې په چوپړ کې دی او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي.
افغان ملتپالنه د استبدادي او قامپاله رژیمونو د شتون او د اړینې اقتصادي، سیاسي او کلتوري ودې د نشتوالي له امله یوه ناکامه پروژه وه. د ټولیز هویت په رامنځته کولو کې د دې پروژې پاتی راتلل٬ دیني او قومي هویتونو ته یې د دې فرصت په لاس ورکړ چې د سیاسي کړکیچونو څخه په ګټې اخیستنې سره ډیر نفوذ ومومي او غښتلی شي. د طالبانو د رژيم په بریالیتوب سره٬ د دولت - ملت افغان ملتپالنې خپل ځای د دیني قامپالنې او امارت -امت پر بنسټ نظام ته تش کړی دی. د دولت -ملت ماډل د ځانګړو ټولنیزو او تاریخي حقایقو ته په کتو سره٬ د اتباعو د برابر حق او کلتوري او ژبني تنوع منلو پرځای د یوې ژبې او کلتور ماډل سره٬ ونشو کولای چې په هیواد کې یو بریالی ماډل واوسي. افغانستان یو ګڼ کلتوري او ګڼ توکمیز هیواد دی چې د یو قام له لوري د استبدادي واکمنۍ تاریخ په ټولنه کې یې تضادونه او ناوړه فضا رامنځته کړې ده. د یو قام د برلاسي د پالیسۍ او لیدلوري د لمنځه وړل او د یو بل د منلو فضا او ټولنیز شرایط رامنځته کول او برابر بشري حقونو ته درناوي درلودل کولای شي ټولنه له داسې ننګونو څخه وژغوري.
په یوه طبقاتي ټولنه کې په ټولو برخو کې د مساوي بشري حقونو د تامین لپاره مبارزه له طبقاتي مبارزې سره په دیالکتیکي اړیکه کې ده. په افغانستان کې کارګره طبقه له مختلفو قامونو او ملیتونو څخه جوړه ده. د افغانستان وزګارو او په کار بوختو کارګرانو د طبقاتي هویت پیاوړي کول، په عمل کې د توکمیز او دیني هویت په ګډون د نورو هویتونو په وړاندې٬ طبقاتي هویت ته د لومړیتوب ورکولو په مانا دی. دا موخه به هغه مهال ترلاسه شي چې سوسیالیستان او مخکښه کارګران هم د کارګرې طبقې دننه او هم د ټولنې په کچه د ټولو قامونو د برابرۍ د اصل بیرغ اوچت کړي.
په پانګوالۍ نظام کې د تولید څرخ او د پانګې خوځښت او ورسره سم طبقې او طبقاتي مبارزه هرومرو له اتنیکي او جنسیتي کشالو سره تړلې ده. په دې نظام کې د کار ځواک تولید او بیا تولید د کورنیو له ژوند څخه تېرېږي او د کار ځواک هېڅکله نشي کولای چې په بشپړه توګه د پانګې تابع شي. توکمیز، دیني او کلتوري هویتونه هغه انضمامونه دي چې په ځانګړو تاریخي او جغرافایي شرایطو کې د کارګر طبقې په ګډون ټولو پورې اړه نیسي او له جنسیت، توکم او کلتوري ځانګړتیاوو څخه پرته یو کارګر یوازې په انتزاع کې شتون درلودای شي. د سوسیالیست مبارزینو اتحاد په داسې حال کې چې پر ناسیونالیستی هویت نیوکه کوي او هغه رټي، په افغانستان کې د میشتو ټولو قامونو د برابرۍ او د توکمیز او قامي ستم په بشپړه توګه د لمنځه وړلو لپاره په پرله پسې ډول مبارزه کوي.
(۷) انقلاب او اصلاحات
په تیرو وختونو کې د انقلاب او اصلاحاتو په هکله د کیڼ اړخ پوهه غیر دیالکتیکي وه. پخوا٬ کیڼ اړخي یا انقلابي ول یا رفرمیست. انقلابي کیڼ اړخو د اصلاحاتو هر ډول غوښتنه له انقلابي بدلونونو سره په ټکر کې ګڼله. دا ډول دوه قطبي لیدلوری یوازې د یو ځانګړي هیواد کیڼ اړخو پورې محدود نه و، د شلمې پیړۍ د پیل راهیسې د کمونیستانو او سوسیال ډموکراسۍ تر منځ جلاوالي او تضاد دې لیدلوري ته یو تاریخي او نظري اړخ ورکړ.
لکه څنګه چې پوهیږو، د سوسیال ډموکراسۍ یو له مهمو ځانګړتیاوو څخه په عمل کې د انقلاب بشپړ نه منل وو او د پانګوال سیستم اصلاح یې د کارګرې طبقې لپاره یوازینی سم او د لاسرسي وړ الترناتیو ګڼل. له بلې خوا، انقلابي کمونیستان او په سر کې بلشویکان د انقلاب طرحې سره په دوهم انترناسیونال باندې د واکمني رفرمیسم په وړاندې په مبارزې بوخت وو. د هغه مهال د انقلابي کمونیزم له پامه، اصلاحات یوازې د پانګوالۍ د توازن د ګډوډولو او د هغې د زړه راښکونتیا د بربنډولو لپاره اهمیت درلود. په بله وینا، اصلاحات په بشپړه توګه د انقلابي بدلون په چوپړ کې وو.
دا ډول چلند مخکې له دې چې یوه اصولي او میتودیکه ځانګړتیا ولري٬ تاکتیکي ځانګړتیا یې درلوده. د انقلابي کمونیزم او سوسیال ډموکراسۍ تر منځ ټکر د شلمې پیړۍ له پیل څخه په داسې حال کې رامنځ ته شو چې نړۍ یو انقلابي پړاو ته دننه شوې وه٬ داسې یو حالت چې سوسیال ډموکراسي ورباندې ونه پوهیدله او د پانګوالي نظام په چوکاټ کې د پانګوالۍ څخه پلویتوب ته یې ملا وتړله. مګر انقلابي کمونیزم په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اکتوبر انقلاب په بریا سره یو نوی پړاو پیل کړ. په انقلابي حالت کې د رفرم او انقلاب تر منځ اړيکو په هکله د انقلابي کمونیستانو اند سم وو او رفرمونو بايد د انقلابي بدلونونو لپاره خدمت کړی وای. خو په غیر انقلابي حالت کې اصلاحات ډیر اهمیت مومي.
انقلاب یو کیفي بدلون او یو لوی ټولنیز اوښتون دی چې په تاریخ کې د بنسټیز بدلون په لور ډیر لږ پیښیږي. د انقلاب رامنځته کېدل ډېرو کورني او نړیوالو لاملونو پورې اړه لري، چې له دې جملې څخه د عیني او ذهني شرایطو شتون د هغه له مهمو لاملونو څخه بلل کیږي. په عیني شرایطو کې زیاتره ظلم، زبیښاک او نابرابري شاملیږي او ذهني شرایط د بیوزلو او مظلومو طبقو او ډلو د پوهاوي څرګندونه کوي چې غواړي خپل حالت بدل او واړوي. د عیني او ذهني شرایطو چمتووالی په پرتله ایز ډول اوږد بهیر دی، چې په هغه کې ورځنۍ او مشخصې غوښتنې هم شاملې دي چې د پانګوالۍ تر واکمنۍ لاندې کارګران او نورې مظلومې ډلې ورسره مخامخ دي. د کارګرانو او متحدینو د وضعیت د رغولو لپاره د غوښتنو ترلاسه کول هغه ګامونه دي چې انقلابي شرایط برابروي. یا په بله وینا، په پانګوالي نظام باندې د کارګرانو او مظلومو طبقو په ګټه د لا زیاتو رفرمونو تپل، چې د مبارزو په پایله کې ترلاسه کیږي، د انقلابي شرایطو په رامنځته کولو کې مرسته کوي. پوهه او بریالۍ کارګره طبقه د ناپوهه او ناکام کارګر په پرتله د انقلاب لپاه ډیر تیاری لري. لکه څنګه چې سوکه ایز کمیتي بدلونونه او ټوپیزه کیفي بدلونونه په دیالکتیک اړیکه کې دي، اصلاحات او انقلاب هم دا ډول اړیکه لري.
بل مهم ټکی په پیراموني وروسته پاتو پانګوالي هیوادونو کې د انقلاب ماهیت دی، چیرته چې د پانګوالۍ د مخه اړیکې لا هم پاتې دي. په دې هیوادونو کې د کارګرې طبقې ګوند تر مشرۍ لاندې انقلاب هم دموکراتیک - سوسیالیستي ماهیت لري، چې په پیل کې دموکراتیک خصلت ډیر د پام وړ دی. په دموکراتیک او سوسیالیستي پړاوونو باندې انقلاب په دوه پړاوونو ویشل، چې لنین څه باندې یوه پیړۍ مخکې په خپل اپریل تیسونو کې پرې نیوکه کړې وه، یو غیر دیالکتیک چلند دی. هر هغه دموکراتیک انقلاب چې د زبیښاک او پانګې راغونډونې سره په مبارزې کې نغښتی نه وي٬ په یقین سره چې د بورژوا - دموکراتیک انقلاب په چوکاټ کې به پاتې شي او هیڅکله به سوسیالیستي پړاو ته پرمختګ ونه کړي. د مبارزې لومړیتوبونه او د پانګې د چلندونو په وړاندې د مبارزې څرنګوالی یوازې د انقلاب په ریښتیني بهیر کې ټاکل کیدای شي. د سوسیالیست مبارزینو اتحاد، د اصلاحاتو او انقلاب او د یو دموکراتیک - سوسیالیستي خصلت لرونکی انقلاب تر منځ اړیکو باندې پوهیدو سره، د بنسټیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بدلون په موخه د رفرمیستي غوښتنو او د انقلاب د رامنځته کولو لپاره مبارزه کوي.
(۸) کډوالۍ او نړیوالتوب
د انسانانو کډوالي او میشتوالی د بشري تاریخ یوه مهمه برخه ده. انسانانو د تاریخ په اوږدو کې د ښه ژوند او خوندیتوب د ترلاسه کولو لپاره کډه کړی ده. د هر تاریخي پړاو کډوالي د هغه پړاو له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز جوړښت سره تړلی او د شننې وړ دی او زموږ په وخت کې کډه کیدل د پانګوالۍ د تولید د طریقې او د هغې د اړتیاوو په چوکاټ کې درک او څیړل کیدای شي. د آزادې سیالۍ په عصر کې، مونږ د ملي پولو دننه د ډیرو کډواليو شاهدان یو. یعنی له کلیو څخه ښار ته د بیوزلو بزګرانو کډه کیدل (البته د دې کډه کیدلو تر ټولو لوی ډول مونږ په تیرو څو لسیزو کې په چین کې ولید). بیوزلو بزګرانو چې د ژوند لپاره یې پرته د خپل کار ځواک څخه بله وسیله نه درلوده، د کار موندلو لپاره یې ښارونو ته مخه وکړه او لوی ښارونه راوپنځیدل.
امپریالیستي او نړیوالتوب عصر کې، د هیوادونو ترمنځ کډوالي د پانګې د اړتیاوو سره سم ترسره کیږي. په پانګوالۍ کې پانګه لومړیتوب لري. پانګه تل د توکو (کالا) او پولي پانګې په بڼه په آزاده توګه له ملي پولو څخه تیریږي او په کوم ځای کې چې ګټه ډیره وي، هلته ځان رسوي، په داسې حال کې چې د کار ځواک (کارګران) داسې ازادي نه لري. خو د پانګوالۍ د کورني او غیر صادراتي تولید یوه برخه، په ځانګړې توګه د خدماتو سکتور چې د اړتیا وړ کاري ځواک په ترلاسه کولو کې ډیره وړتیا نه لري، د بهر څخه د کاري ځواک جذبولو ته اړ دی.
د کډوالو کارګرانو او سیاسي او ټولنیزو پناهغوښتونکو په توګه٬ د کار ځواک ته ترڅارنې لاندې اجازه ورکول په ډیره کې د دې ټولنو د کورنیو پانګو اړتیاو ته یو عملي ځواب دی. په نړۍ کې د انسانانو د کډوالۍ لویه برخه اقتصادي لامل لري. میټروپولي پانګوالۍ د پیراموني هیوادونو څخه د کنټرول شوي کډوالۍ څخه ډیره ګټه پورته کوي. کډوال کارګر تل د صنعتي زیرمه شوې اردو په توګه رول لوبوي، نو په دې ډول د کورني کارګر د حقونو او تمو کچه ټیټه ساتي. د کار ځواک کډوالي زیاتره پخپله د کارګرانو ترمنځ شخړو ته لمن وهي او د توکمپالنې لیوالتیاوې پیاوړې کوي.
په پرمختللو صنعتي هیوادونو کې کډوال کارګران یو نوی قشر جوړوي، چې په ځینو هیوادونو کې د "ټيټي طبقي" په نوم بلل کیږي. د کډوالو ډیری برخه، په ځانګړې توګه دوهم او دریم کهول، د کار موندنې او کاري چاپیریال کې د "ورځنۍ توکمپالنې" او سیستماتیک تبعیض تجربه کولو سره٬ له بی هویتي او ځان څخه پرديوالي سره مخامخ کیږي. ځینې یې د هویت د کړکیچ او د خپلو استوګنځیو ټولنو سره د ښکیلتوب او فعال تطابق د نشتوالي له امله٬ د خپل لومړي هیواد دیني او قومي تندلاریتوب ته مخه کوي. له اروپا او امریکا څخه له داعش سره د ځوانو مسلمانو کډوالو یوځای کیدل یې یوه له مهمو بیلګو څخه ده. لویدیځ ته د وروسته پاتو هیوادونو څخه د متخصصینو او ځوانانو جذبیدل٬ د دې هیوادونو لپاره یو بل ستر اقتصادي او ټولنیز زیان ګڼل کیږي. په لنډه توګه، د کار ځواک د کډوالۍ بهیر او د هغه پایلې د پانګې له اړتیا او د دې سیستم میکانیزم څخه سرچینه اخلي، او په ټولیزه توګه دا د مرکزي پانګوالۍ د ګټو په چوپړ کې دی.
پانګوالۍ تل په دې لټه کې ده چې ټکنالوجۍ ته په ودې ورکولو سره زمان او مکان رالنډ کړي، ځکه چې په دې کار سره د پانګې د بیا تولیدلو څرخ او په پایله کې د راغونډولو او سود ګټلو بهیر لا لنډوي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ودې سره، په اوسنۍ نړۍ کې واټنونه خورا لنډ شوي دي. په ټیکنالوژۍ کې دا ډول انقلاب سره، نه یوازې پانګوالۍ ګټه پورته کوي، بلکې د هغې "قبر کیندونکي"، نړیوالې کارګرې طبقې ته هم زمینه چمتو کیږي. سره له دې چې سوسیالیستي مبارزه له پیل څخه نړیوال او بین المللي محتوا لري او د شته و پرمختګونو سره د سوسیالیستي فعالیتونو د تحقق لپاره د پخوا په پرتله ډیرې اسانتیاوې برابرې شوي دي، په بیلابیلو هیوادونو کې «کډوال» کارګران کولای شي چې په اغیزمنه توګه د ملي او نړیوالې مبارزې یو له بل سره نښلولو کې مثبت رول ولوبوي.
(۹) چاپیریال او سوسیالیستي تګلاره
چاپیریال د یوې ګډې شتمنۍ په توګه په ګډ منطق سره اداره کیدلای شي او تر ګټې اخیستنې لاندې راتللی شي٬ او د ګډې ګټې چمتو کول په بشپړه توګه د سوسیالیستي تګلارې سره سمون لري. د چاپیریال د اهمیت او ورسره د چلند څرنګوالي په اړه د سوسیالیستي بهیرونو په منځ کې یو نظر شتون نلري. سوسیالیستي بهیرونه او کیڼ اړخونه، په ځانګړې توګه کمونیستان، په عمومي ډول په دوو برخو ویشل شوي دي: د پنډغالیز یا پروني کمونیستان او اوسنې کمونیستان. سره له دې چې مارکس او انګلس د چاپېریال په اړه د پانګوالۍ د تولید پر طریقې نیوکې کولې، خو د هغوی غوښتنې او نظری پلان نشو کولای چې د خپل زمان او مکان د اړتیاو تابع نه وي. په هغه وخت کې د چاپېریال ستونزه او اقلیمي بدلون د نن ورځې له شرایطو سره په ځانګړې توګه د "تیلو" پانګوالۍ واکمنۍ څخه وروسته یې توپیر درلود.
که څه هم په کلاسيکو مارکسیستي اثارو کې د چاپېريال په اړه ډېر لږ بحثونه شوي، خو د تاريخي ماتریالیسم په ژورې څېړنې سره د چاپېريال او طبيعت مقام او مرکزي رول روښانه کېږي. د ماډرنیزم فلسفې نظریې په بنسټ د شعور٬ ټولنې او طبیعت د مقام بدلون سره مونږ له دریو بیلابیلو پاراډایمونو سره مخ یو: د ماډرنیزم د اصلي فلسفې په توګه د کانټ په فلسفه کې، په فردي شعور باندې ټینګار کیږي. د کانټ له پامه، دا فردي شعور دی چې طبیعي نړۍ او ټولنه جوړوي، او په دې توګه ذهن او شعور په جلا توګه نوموړي دندې رامینځته کوي. دغه نظر چې د کوپرنیک له وخت څخه منځته راغلی وو، د طبیعت څخه د ذهن په جلا کولو او د ټولنې څخه د فرد په جلا کولو باندې ټینګار درلود. هېګل د شعور په هکله د متفاوت درک درلودلو سره چې هغه د افرادو ترمنځ د اړیکو په پایله کې ویني او د مونولوګ په پرتله ډیالوګ غوره ګڼي٬ د ټولنې په مرکزي رول باندې ټینګار کوي. يعنې دا ټولنه ده چې شعور زیږوي او شعور د خپلې ودې سره سم له طبيعت څخه خپلواکه کیږي. د هیګل له نظره، طبیعت د ماورایي شعور تحریف شوی بیان دی. د کانت د شعوري فلسفې څخه د هیګل پيژندنې فلسفې ته اوښتون یو مهم مخ پر وړاندې ګام و.
په تاریخي ماتریالیسم کې راځي چې طبیعت خپل مرکزي ځای نیسي. له یوې خوا، شعور د مادې محصول دی، او انسان د طبیعت او ځان د بدلون په بهیر کې هغه ترلاسه کوي. د ټولنیز خصلت په درلودلو سره د انساني پراتیک زیږنده شعور کولای شي مادي نړۍ بدله کړي. لنډه دا چې٬ تاریخي ماتریالیسم٬ نړۍ، ټولنه او انساني شعور په یوه دیالکتیکي اړیکه کې چې طبیعت یې په مرکز کې دی تشریح کوي. تاریخي ماتریالیسم٬ انسان او طبیعت نه یو له بل څخه جلا بلکې په یوې نه شلیدونکې اړیکې کې ګوري، لکه څرنګه چې مارکس د انسان په طبیعي کولو او د طبیعت په انساني کولو باندې ټینګار کوي.
په غیر مارکسیستي پاراډایمونو کې، طبیعت د ودانوونکي فعالیت ځانګړې پایله ده، په داسې حال کې چې د تاریخي ماتریالیسم په پاراډایم کې، طبیعت هم ودانوونکی دی او هم ودانیدونکی دی. د انسان بیوفزیکي جوړښت رامنځته راتګ همغه د طبیعت ودانوونکی اړخ دی چې مارکس ورته د انسان طبیعي کول وایي. د طبیعت انساني کول چې په طبیعت باندې د انسان د پراتیک بدلوونکې اغیزه ده، د طبیعت ودانیدونکی اړخ څرګندوي. نو له همدې امله، د ځان ودانول، ټولنیز جوړښت او مادي تولید٬ د یو رنګه نړۍ سره د انسان د متقابل عمل د یو مرکزي فعالیت په توګه درې اړخونه دي. مادی تولید د نورو دوو برخو څخه جلا کول او د تکامل او مادي تولید تر منځ یوه کرښه ایزه اړیکه منل هغه څه دي چې تر دې مهاله برلاسی لیدلوری جوړوي.
اقتصادي وده چې د پانګوالۍ د اړیکو تر اغیز لاندې سرته رسیږي٬ د انسانانو ګډ او فردي او د ټولو ژویو ژوند یې تر ناوړه ګواښ لاندې راوستی دی. پانګوالۍ د پانګې د بې بریده راغونډولو په بهیر کې د ایکو سیستم د ویجاړولو پولې ته نږدې شوې ده. برعکس، د مارکسیستي تولید تیوري نشي کولای د ارزښت په تولیدولو کې طبیعي او کلتوري شرایط له پامه وغورځوي، د تولید په تحلیل کې د ایکولوژي پروسې ښکیلول د تاریخي ماتریالیسم له محتوا سره سمون لري. له همدې امله، طبیعت او کار د ټولو ارزښتونو په منځته راوړلو کې دوه اصلي سرچینې دي. لنډه دا چې، د چاپیریال د رغولو او ساتنې لپاره مبارزه د اوسنیو سوسیالیستانو له مهمو غوښتنو څخه ده.
(۱۰) امپریالیزم او نړیوالتوب
امپریالیستي پانګوالۍ هغه واکمن اقتصادي او سیاسي نظام دی چې له زیږیدو څخه تر اوسه پورې یې په انسانانو باندې جګړې، کړکیچونه او سترې نابرابرۍ تپلې دي. دا نظم د دوو نړیوالو جګړو، په سلګونو سیمه ایزو او هېوادنیو جګړو او د لسګونو ویجاړونکو اقتصادي او سیاسي کړکیچونو پړه په غاړه لري. د امریکا په مشرۍ نوی امپریالیزم چې د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته یې پر نړۍ په لنډغرتوب او بی سیالتوب سره واکمني کړې، اوس د نویو اقتصادي او سیاسي قدرتونو په وړاندې د خپلې نړیوالې هژمونۍ د ساتلو په موخې٬ دې ته چمتو دی چې پر نړۍ لا زیاتې جګړې او ویجاړۍ وتپي.
د پانګوالي امپریالیزم عمومي فعالیت د دوو اصلي منطقونو له لارې تشریح کیدلای شي: د پانګې منطق او د سیمې منطق، چې لومړنی د اقتصادي شرکتونو د فعالیت او دوهم د امپریالیستي پانګوالو دولتونو لخوا یې استازیتوب کېږي. پانګوالی امپریالیزم د دغو دوو منطقونو نیغ په نیغه پایله ده چې په دیالکتیکي اړیکه کې په ګډه سره کار کوي. اقتصادي منطق د پانګې د راغونډولو پرله پسې بهیر دی، هغه بهیر چې په پرېکون سره یې د پانګوالي تولید له منځه ځي او ویجاړونکي اقتصادي کړکیچونه منځته راوړي. سیمه ایز منطق یا سیاسي منطق د پانګوالو دولتونو کورنۍ او بهرنۍ سیاسي - امنیتي دندې ټاکي. دولتونه او پانګوال رژیمونه د قوانینو په چمتو کولو او پلي کولو او د امنیت په برابرولو سره د پانګې راغونډولو د بهیر د ډګر د ساتلو او پراخولو لپاره کار کوي. برعکس، د پانګې راغونډوالی او اقتصادي وده د بورژوا دولتونو واکمنۍ، ځواک او سیاسي هژمونۍ پیاوړې کوي.
دا یو غیر دیالکتیکه تقلیلي ادعا ده چې د پانګوالو دولتونو د هر کورني او بهرني سیاست تر شا یوازې اقتصادي منطق پروت دی. دا دوه منطقونه، د دیالکتیکي اړیکې پر بنسټ، سره له دې چې همغږي لري٬ یو له بل سره په پرله پسې توګه په شخړه او نا همغږي کې هم دي. نو له همدې امله ده چې د تولید د دې طریقې د واکمنۍ پرمهال او په بیلابیلو سیاسي جغرافیو کې مختلف پانګوال دولتونه منځته راغلي دي چې د پانګې د راغونډولو په بهیر او اقتصادي ودې کې یو شان رول لوبولی نه دی، داسې یو حقیقت چې یوازې په ملي او یا هم د یو هیواد په چوکاټ کې راڅرګند شوی نه دی بلکې دا ناهمغږي تل د پانګوالۍ دولتونو په سیاست او بهرني اړیکو کې برلاسې وه. ټاکلي سیاسي، ټولنیز او کلتوري انضمامونه د پانګوالۍ دواړو نوموړو منطقونو ته یو ځانګړی خصوصیت ورکوي او په ریښتینې نړۍ کې مونږ د پانګوالو رژیمونو په مختلفو بڼو کې د هغوی له ځانګړو٬ نه انتزاعي بڼو سره مخامخ یو.
امپریالیستي پانګوالۍ د خپلې واکمنۍ له پیله٬ نړۍ په مرکزي او پیراموني سیمو (نیمایي پیراموني او شاته پاتې پیراموني) ویشلې ده. په کوم ډول چې پانګوالۍ یو هیواد په ملي کچه په یوه واکمن او هوسا اقلیت او په یوه محکوم او اړمن اکثریت بدلوي، په ټولې نړۍ باندې واکمنۍ سره همدا شان انځور نندارې ته ږدي. یعنې بډایه او واکمنه نړۍ او تر واکمنۍ لاندې او بېوزلې نړۍ. دا ویش یوازې د پانګوالۍ دولتونو له سیاسي منطق او جیو پولیټیکې دندې څخه نه رامنځته کیږي، بلکې د پانګوالۍ اقتصادي منطق یې اصلي او ټاکونکی لامل دی.
پانګه په سیاسي جغرافې باندې واکمنۍ سره ژر یا ځنډ د اضافي پانګې راغونډولو له ستونزې سره مخامخ کیږي. داسې ستونزه چې هرومرو د پانګې د سود نرخ د راټیټیدو خوا ته رجحان مومي. هغه ستونزه چې مارکس یې د پانګوالۍ د سود د نرخ د راټیټیدو رجحان بولي او هغه د پانګوالۍ له ذاتي او اصلي ځانګړتیاو څخه یوه ګڼي. د دې بهیر ترینګلي کیدل او په وخت سره یې چاره نه موندل د پانګوالۍ تولید د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز کړکیچ کندې ته غورځوي. داسې یو واقعیت چې د پانګوالۍ د تولید په خټه کې نغښتی دی او د هغې بیا بیاځلي پیښیدل د پانګوالو لپاره یوه ریښتینې خپکۍ دی.
له دې ستونزې سره د ډغرې وهلو لپاره، پانګه او د پانګوالۍ اقتصادي منطق په پرله پسې توګه د زمان او مکان له دوو لاملونو څخه ګټه اخلي. د وخت فکتور د اوږدمهالې پانګې اچونې په بڼې راڅرګندیږي لکه په ښوونه، څیړنه او داسې نورو برخو کې پانګه اچونه، چې د اضافي پانګې یوه برخه په دې توګه مصرف کیږي. خو د مکان فکتور د پانګې د راغونډولو د نویو سیمو په بڼه ځان ښکاره کوي. په نړۍ کې د پانګوالۍ د پراختیا میکانیزم د شپاړسمې پیړۍ څخه تر اوسه پورې د پانګې راغونډولو نويو سیمو په پراختیا سره وده کړې چې د اړتیا وړ اقتصادي او سیاسي زیربناو شتون یې یو له شرطونو څخه دی. د نوموړو زماني او مکاني اجزاو په کارولو سره د پانګې د پراختیا میکانیزم د "زماني او مکاني ثابتونو" په نوم پیژندل کیږي.
په نوې جغرافیه کې د امپریالیستي پانګې پراختیا چې زیاتره د دولتونو نفوذ او سیاسي واکمنۍ له ځان سره لري، ورته پایلې او لاسته راوړنې نه لري. د بېلګې په توګه په نولسمه پېړۍ کې د انګرېز د اضافي پانګې ډېره برخه امريکا ته ولیږل شوه او په پايله کې امريکا له يوه پانګوالي پیراموني هېواد څخه په يو ميټروپل هېواد بدل شو، خو دا پیښه په هند کې رامنځته نه شوه. دا مسئله ګڼ لاملونه لري، خو د امپرياليستي پانګوالۍ د اقتصادي او سياسي منطق رول چې د امپریالیستي ميټروپلې پانګوالۍ د اړتياوو او ګټو پر بنسټ عمل کوي، پرېکنده او دروند دی.
د دوهمې نړیوالې جګړې او په ځانګړې توګه د سړې جګړې د دورې له پای ته رسیدو او د بازار اقتصاد د بشپړې واکمنۍ څخه وروسته، نیو لیبرالیزم او مالي پانګه په نړۍ کې برلاسې شوه. د هیوادونو د اتحاد (د بېلګې په توګه اروپایی اتحادې)، کنسرسیومونو، نړیوالو سازمانونو او بنسټونو لکه ملګري ملتونه، د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او داسې نورو د واکمنۍ د لا زیاتیدلو د ملي دولتونو رول کمزوری کولو بهیر کې مرسته کړې. د دې بدلونونو په پایله کې، د امپریالیستی پانګوالۍ د نړیوال کیدلو او د پوست- امپریالیزم پړاو چې د معلوماتي او مخابراتي ټیکنالوژۍ په برخه کې د انقلابي بدلون سره مل وو، بحث راپورته شو.
د دوو مارکسیستي مفکرینو هارټ او نیګري لخوا د امپراتورۍ تیوري طرحې وړاندې کول یو زړور تیوریکي عمل وو چې وتوانیدل د نننۍ نړۍ د شته واقعیت یوه برخه راوسپړي . د ډیری مارکسیستي کارپوهانو په وینا، دوی په عمومي توګه د واک مسلې ته د ډیر پام او ورباندې ټینګار کولو سره ځانونه د ډیالکټیکي او مارکسيستي شننې څخه لیرې کړل. د امپرياليستي پانګوالۍ په هکله د ټولنپوهنې او اقتصادي شننې پر ځای، دوی "فوکویي" فلسفي تحلیل٬ ځواک باندې ډیر ټینګار کول، چې ځواک هیڅ چېرې نشته او په هر ځای کې شتون لري، وړاندې کړ٬ او په یو ډول یې د دولتونو رول او د پانګوالو دولتونو سیاسي منطق هېر کړ. د خصوصي مالکیت او د پانګې د سود د حق تضمین، د راغونډولو او پانګوالي تولید لپاره د شرایطو برابرول چې د پانګوالي تولید او اقتصاد بنسټیزې اړتیاوې دي، د ملي دولتونو په شتون کې شونتیا لري. هغوی همدا ډول ادعا کوي چې دغو دوو مارکسیستي مفکرینو د طبقاتو او طبقاتي مبارزې پر ځای له ټولو اقتصادي او سیاسي پیچلتیاوو درلودلو سره د مولټیټوډ (ګڼ یا بې شمیره) مفهوم وړاندې کړ.
لنډه دا چې ډیری په دې باور دي چې د امپراتورۍ تیوري، سره له دې چې د اوسنۍ پیړۍ د پانګوالۍ د شته و واقعیتونو یوه برخه تشریح کوي، خو د نننۍ نړۍ د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو د هر اړخیزې توضیح کولو وړتیا نلري. پانګوالۍ نن یو ځل بیا په ترینګلو امپریالیستي سیالیو کې ښکیل شوې ده چې په دې سیالیو کې اصلي رول د امپریالیستي پانګوالۍ دولتونه په غاړه لري. په بله وینا، سیاسي منطق یا د امپریالیستي پانګوالۍ ډګر یو ځل بیا د دیالکتیکي تضاد په عمده لوري بدل شوی تر څو د زور په کارولو سره خپل سیاسي هيژمونیزم او اقتصادي برلاسی ټینګ کړي. نږدې یوه پېړۍ وړاندې، د دوهم انترناسیونال د تیورۍ جوړونو په مقابل کې، په ځانګړې توګه کاوتسکي، چې د امپریالیستي پانګوالۍ اقتصادي منطق باندې په یو اړخیزه توګه تمرکز کولو سره د الټرا امپریالیزم نظریې ته رسیدلی وو، لنین د سیالیو د ترینګلولو او د نفوذ د سیمو بیا ویشلو پړاو کې د امپریالیستي سیاسي منطق اهمیت ته په سمه توګه ګوته ونیوله او د امپریالیستي جګړې په وړاندې مبارزې باندې په ښه ډول ټینګار وکړ. تاریخ د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیلیدو سره د لنین شننه او دریځ سم ثابت کړ.
د سوسیالیست مبارزینو اتحاد
نوامبر ۲۰۲۳