د طالبانو د مذهبي فاشيزم او د هغوی د امپریالست ملاتړکوونکو پر وړاندې راپورته شو
د نوامبر ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو نړیواله ورځ، یوازې یوه سمبولیکه ورځ نه ده؛ دا د هغه سیسټم پر وړاندې د ټولو زیارکښانو د نړیوال پیوستون لپاره بلنه ده چې په ښځو باندې ظلم کول د پانګې راپنډولو او د کارګرانو د لیکو د ویشلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي. دا ورځ د هغې طبقاتي مبارزې یادونه ده چې د پانګوالې او پلارواکې ټولنې په زړه کې روانه ده. د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، یوازې یوه کلتوري پدیدې نه ده او نه هم یوې ځانګړې جغرافیې یا ملت پورې محدوده ده. دا یو جوړښتیز او سیستماتیک تاوتریخوالی دی چې ریښې یې د پانګوالي سیسټم په اقتصادي نابرابریو کې نغښتې دي.
گفتمان سوسیالیستیمطالب رسیدهپشتو
د نوامبر ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو نړیواله ورځ، یوازې یوه سمبولیکه ورځ نه ده؛ دا د هغه سیسټم پر وړاندې د ټولو زیارکښانو د نړیوال پیوستون لپاره بلنه ده چې په ښځو باندې ظلم کول د پانګې راپنډولو او د کارګرانو د لیکو د ویشلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي. دا ورځ د هغې طبقاتي مبارزې یادونه ده چې د پانګوالې او پلارواکې ټولنې په زړه کې روانه ده.
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، یوازې یوه کلتوري پدیدې نه ده او نه هم یوې ځانګړې جغرافیې یا ملت پورې محدوده ده. دا یو جوړښتیز او سیستماتیک تاوتریخوالی دی چې ریښې یې د پانګوالي سیسټم په اقتصادي نابرابریو کې نغښتې دي.
کارګرې ښځې او تر ستم لاندې ټولې ښځې د طبقاتي نابرابرۍ لمنځه وړلو او د ډول ډول ظلمونو څخه د خلاصون لپاره طبقاتي پوهې او په ملي او نړیواله کچه پیوستون ته اړتیا لري.
څرنګه چې د کارګرو او زیارایستونکو ښځو او نارینه وو د مبارزې اصل د طبقاتي مبارزې پر بنسټ ولاړ دی، خو په پانګوال نظام کې د جنسیتي نابرابرۍ پر وړاندې د یوې ځانګړې مبارزې د پرمخ وړلو لپاره باید له هر فرصت څخه کار واخیستل شي. د کار په ځای کې د جنسي ځورونې د پای ته رسولو لپاره مبارزه، د معاش سره یوځای د زیږون رخصتي حق ترلاسه کول، د ماشومانو د پالنې اسانتیاوې رامینځته کول، او د مساوي معاش غوښتنه هغه جبهې دي چې د تولیدي وسیلو د خصوصي مالکیت د لمنځه وړلو او د طبقاتي سیسټم د نسکورولو لپاره د لویې مبارزې لپاره اړینې دي. دیموکراتیکه مبارزه، په داسې حال کې چې پوهاوی منځته راوړي او د کارګرانو متحدین زیاتوي، په عمل کې د سوسیالیستي مبارزې په خدمت کې د انقلاب د بریا بهیر ګړندۍ کوي.
نن ورځ موږ د جنسیتي آپارتاید یو له څرګندو او وحشیانه بڼو څخه په افغانستان کې شاهد یو. طالبان چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا سره په یوې جوړجاړۍ کې واک ته ورسېدل، د څلورو کالونو څخه د زیاتې مودې راهیسې یې ښځې او نجونې د زده کړې، کار او ټولنیز ګډون له حق څخه بې برخې کړي دي. دوی د لوستو او پر خپلو پښو ولاړو ښځو څخه ویریږي، ځکه چې پوهیږي چې پوهې او پر ځان بسیا ښځې هیڅکله پر خپلو اوږو د نرواکي مریتوب او طبقاتي زبیښاک ځغ نه مني.
په داسې حال کې چې طالبان په سیستماتیک ډول د ښځو حقونه، بشري حقونه او د افغانستان د خلکو مدني حقونه تر پښو لاندې کوي، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د دفاع ادعا کونکي هېوادونه، د افغان ښځو د ملاتړ پرځای، طالبانو ته امتیاز ورکوي او د هغوی سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې ټینګوي. دا ډول چلند، د امپریالیزم اصلي بڼه او په اصطلاح د دیموکراتیکو هېوادونو د سیاست دوه مخیتوب څرګندوي: د ښځو حقونه یوازې هغه وخت د دوی لپاره ارزښت لري کله چې د دیپلوماتیک فشار یا د پوځي لاسوهنې د توجیې لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شي. کله چې اقتصادي او جیوپولیتیکې ګټې په منځ کې وي، نو بیا د میلیونونو افغان ښځو ژوند او ازادي د مصلحتونو قرباني کېږي.
په داسې حال کې چې امپریالستي هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې د بازارونو راوستلو، د زیرمو لوټولو او د خپلې هژمونۍ د ټینګولو لپاره نړۍ د ویجاړۍ پر لور بیايي، د افغانستان د ښځو مسئله هیره شوې ده. دوی هڅه کوي چې هغه وحشت چې د طالبانو لخوا د افغانستان په نیمایي نفوس - ښځو- باندې پلي کېږي، عادي وښیي. څرګنده ده چې د ښځو دښمنه ډله طالبان، د نړیوالو قدرتونو د پټو تړونونو محصول دی او اوس هم د دوی شتون د "نړیوالې ټولنې" د شین څراغ ښودلو سره ممکن شوی دی.
دا بې انصافي یوازې تر لویو سیاستونو پورې محدوده نه ده، بلکې هره ورځ د افغان ښځو په بدنونو نقش کیږي. په همدې نوامبر میاشت کې، په هرات ولایت کې یوه امیندواره ښځه د چادرۍ نه اغوستلو له امله روغتون ته پری نښودل شوه چې په پایله کې، هغه د زیږون درد له امله له روغتون څخه بهر کوما ته لاړه، او د هغې ماشوم مړ شو. دا یوه وژنه ده - داسې یوه وژنه چې د یو فرد لخوا نه، بلکې د ښځو ضد یو سیسټم لخوا ترسره کیږي. دا د سلګونو غمیزو یوه بیلګه ده چې هره ورځ د افغانستان په هر ښار او کلي کې پیښیږي. دا غمیزه د هغه رژیم اصلي څیره ښیي چې د امریکا او لویو قدرتونو سیاسي او مالي ملاتړ له ځان سره لري.
د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ وروسته، د افغانستان معترضو او مبارزو ښځو په تجربې سره یې وموندل چې دوی باید د کومې معجزې پیښیدو ته په تمه پاتي نشي. باید په خپلو مټو٬ په خپلواکه توګه او د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ښځو سره په پیوستون کې هم د طالبانو د مذهبي او ښځو ضد فاشيزم پر وړاندې او هم د هغوی د امپریالستي ملاتړکوونکو پر ضد پریکړه کوونکې جګړه پرمخ یوسي. د افغانستان ښځې به هیڅکله زور او ظلم ته تسلیم نشي.