لویدیځ امپریالیزم او طالبان: د ستراتیژیکو ګټو تر سیوري لاندې منافقت
هغه امپریالیستي نظم چې په نړۍ واکمن دی، اخلاقي اصول او بشري حقونه په کې یوازې تر هغه وخته پورې ارزښت لري چې د لویو قدرتونو جیوپولیټیکو او اقتصادي ګټو سره په ټکر کې نه وي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په وړاندې د اروپايي ټولنې، ناټو او د امریکا په مشرۍ د متحدینو د دوه مخي سیاست څخه بله روښانه بیلګه نشته. دا هېوادونه په ښکاره ډول د ښځو د حقونو او ډموکراسۍ څخه د ملاتړ نغارې وهي، خو د تړلو دروازو تر شا، دوی د هغه رژیم سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پالي چې دوی یې په رسمي توګه نه پیژني. دا دوه ګونی چلند تېروتنه نه ده، بلکې د آسیا په زړه کې د نفوذ ساتلو لپاره یوه شعوري ستراتیژي ده.
گفتمان سوسیالیستیمطالب رسیدهپشتو
هغه امپریالیستي نظم چې په نړۍ واکمن دی، اخلاقي اصول او بشري حقونه په کې یوازې تر هغه وخته پورې ارزښت لري چې د لویو قدرتونو جیوپولیټیکو او اقتصادي ګټو سره په ټکر کې نه وي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په وړاندې د اروپايي ټولنې، ناټو او د امریکا په مشرۍ د متحدینو د دوه مخي سیاست څخه بله روښانه بیلګه نشته. دا هېوادونه په ښکاره ډول د ښځو د حقونو او ډموکراسۍ څخه د ملاتړ نغارې وهي، خو د تړلو دروازو تر شا، دوی د هغه رژیم سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پالي چې دوی یې په رسمي توګه نه پیژني. دا دوه ګونی چلند تېروتنه نه ده، بلکې د آسیا په زړه کې د نفوذ ساتلو لپاره یوه شعوري ستراتیژي ده.
جرمني او فرانسه، د اروپايي ټولنې د سترو قدرتونو په توګه، تل ځانونه د بشري حقونو مخکښان ګڼي او په رسمي ډول د روسیې او چین په څیر هیوادونو باندې د طالبانو سره د دوی د نږدېوالي له امله نیوکه کوي. خو په خپله د دوی عملي کړنې یو بل داستان څرګندوي. په داسې حال کې چې د لویدیځ عامه ډیپلوماسۍ طالبان د بشري حقونو، د ښځو حقونو او د ټول شموله حکومت د نه جوړولو په سیستماتیک ډول د سرغړونو له امله غندي، د دوی پټه ډیپلوماسۍ لګیا ده د نوموړې ډلې سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیکوي. دوی د افغانستان دننه او بهر د هغو لسګونو زرو بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو کمپاین له پامه وغورځوه چې شعار یې "د طالبانو رژیم د جنسیتي توکمپالنې رژیم په توګه وپیژنئ!". دغه هیوادونه ددې پرځای چې د افغانستان د خلکو او ښځو ترڅنګ ودریږي، پټ او ښکاره د ښځو ضد د طالبانو تور اندي رژیم ته اوږه ورکوي.
د اروپايي هېوادونو په چلند کې دوه مخیتوب په څرګند ډول لیدل کېږي. د مثال په توګه، د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې، ناروې هیواد د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته په اوسلو کې یوه ناسته چمتو کړې وه چې په کې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو سربیره، د متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او د اروپايي ټولنې د نورو هېوادونو استازو هم ګډون درلود . د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د بریتانیا، فرانسې او امریکا ګڼ شمېر پلاوو هم کابل ته تګ راتګ کړی دی.
د ډیپلوماتیکو ماموریتونو سپارنه
د منافقانه پالیسیو په منځ کې، تر ټولو د پام وړ وروستی قدم د جرمني لخوا واخیستل شو. د افغان کډوالو ډلو، په ځانګړې توګه په جرمني او اروپا کې د ښځو او بشري حقونو فعالینو له سختو اعتراضونو سره سره، د المان هیواد د اروپایي اتحادیې د لوی ځواک په توګه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو یوه پلاوي ته اجازه ورکړه چې په بن کې د افغانستان د پخوانۍ دولت د قونسلګرۍ کنټرول په لاس کې واخلي. افغان کډوال په داسې حال کې چې د جرمني دولت دا کړنه د طالبانو امارت د په رسمیت پېژندلو لور ته یو ګام بولي، اندېښمن دي چې د دوی شخصي معلومات او پټ اسناد د دې قونسلګرۍ له لارې طالبانو ته ورسېږي او په دې توګه د دوی د کورنیو او خپلوانو امنیت په افغانستان کې له ګواښ سره مخ شي. دغو اندیښنو ته د پاملرنې پرته، د طالبانو د اسلامي امارت استازي په جرمني کې د افغان ماموریتونو لپاره د "قونسلګرۍ چوپړتیاو د برابرولو اسانتیا" په توجیه سره ومنل شول چې په حقیقت کې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو او له جرمني څخه د افغان کډوالو د بیرته شړلو لپاره د طالبانو د ملاتړ ترلاسه کولو په لور یو لوی ګام و.
د بشري مرستو په پلمه مالي ملاتړ
د دې منافقت یوه بله څرګنده بیلګه د طالبانو د حکومت مستقیم مالي ملاتړ دی. امریکا چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه له وتلو وروسته یې د هیواد د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړې، پخپله د طالبانو د مالي ټیکاو یو له اصلي لاملونو څخه ګرځیدلې ده. امریکا په منځني ډول په اونۍ کې له ۴۰ څخه تر ۸۰ میلیون ډالرو پورې نغدي پیسې افغانستان ته لیږدوي. د ډالرو دا دوامداره بهير، چې ډیری یې د بشري مرستو په پلمه تر سره کیږي، په اغیزمنه توګه د طالبانو د حکومت بودیجې تغذیه کوي، او دوی ته دا ځواک وربخښي چې خپل مالي سیسټم غښتلی وساتي.د نغدو پیسو دا لویه کچه، د بهرنیو اسعارو په وړاندې له تمې پورته د افغانۍ د ثبات اصلي لامل جوړ شوی او طالبان یې پیاوړي کړل چې لږترلږه په اقتصادي ډګر کې د یو دولت رول ولوبوي. دا پالیسۍ د امپریالیزم د اقتصادي اهرم د کارولو یوه کلاسیکه بېلګه ده ترڅو وفاداري وپيري او تر پام لاندې حکومتونو کې خپل ګوډاګیان وروزي.
نړیوال بندیزونه
د نړیوالو بندیزونو پالیسۍ هم د دې دوه ګوني لوبې لپاره یوه وسیله ګرځیدلې ده. په ظاهري ډول، د طالبانو لسګونه لوړ پوړي مشران د ملګرو ملتونو او امریکا د مالیې وزارت د بندیزونو په لیست کې دي. خو کله چې د لویو قدرتونو ګټې وغواړي، نو دا خنډونه په چټکۍ سره لرې کیږي. د دې یوه ښکاره بیلګه د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بهرني سفرونه دي. د دریځ دا بدلون په څرګنده توګه جوته کوي چې بندیزونه نه د اخلاقي اصل په توګه، بلکې د لویو قوتونو په سیاست کې د راکړې ورکړې وسیلې په توګه کارول کېږي. کله چې په منځنۍ اسیا کې د نفوذ لپاره له روسیې او چین سره د سیالۍ خبره راځي، نو د پرونیو ترهګرو په سفرونو باندې بندیزونه ډېر ژر له پامه غورځول کیږي.
له همدې امله، د طالبانو د ښځو ضد رژیم په وړاندې د لویدیځ پالیسۍ یوه محاسبه شوې ستراتیژي ده چې پر منافقت ولاړه ده. له یوې خوا، د غندنې څرګندونو خپرولو سره د نړۍ د خلکو ذهنونه غولوي، او له بلې خوا، د اړیکو د چینلونو جوړولو او مالي او سیاسي مرستو ورکولو له لارې، طالبانو ته د خپلې واکمنۍ د ټینګښت لپاره مشروعیت ورکوي. دا چلند نه یوازې د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې، کارګران او قومي اقلیتونه قرباني کوي، بلکې د روسیې، چین او ایران سره د افغانستان په ډګر کې د دښمنۍ سیاست لوبولو سره په سیمه کې دوامداره سوله او امنیت هم ګواښي.
د نړۍ په کچه دا د ټولو انقلابي، سوسیالیستي او امپریالیستي ضد ځواکونو دنده ده چې د اروپایي اتحادیې د لویو هیوادونو او متحده ایالاتونو دا خطرناکه لوبه ښکاره او په پراخه توګه بربنډه کړي. د افغانستان له خلکو سره ریښتینی پیوستون دا نه ده چې د طالبانو کرغیړن امارت په رسمیت وپیژندل شي، هغوی ته سفارتونو او قونسلګرۍ وسپارل شي، د هغوی مالي ملاتړ وشي او یا د هغوی د پښو لاندې سره غالۍ وغوړول شي، بلکې د امپریالیستي مداخلو په ډاګه کول او د بهرنیو قدرتونو له لاسوهنې پرته د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د افغانستان د خلکو د مبارزې په کلکه ملاتړ کول دي.